د هند ا و پاکستان خبری
نثاراحمد بهین نثاراحمد بهین

 

.هند او پاکستان یو ځل بیا خبرو ته سره کښیناستل

داځل دخبرو د پیل نو ښت دهند د حکومت پر غاره وو، داسی ښکاری چی د امریکا حکومت  افغانستان او پاکستان ته د «اوباما» دنوی ستراتیژ ی دبریالیتوب ا و په افغانستا ن  کی د طالبانو د نفوذ دمخنیوی او په منطقه کی دالقایدی د ماتی په خاطر هندي حکومت دی ته هڅولی وو چی د

پا کستان سره یو ځل بیاخبرو ته کښینی ، نو همدا وجه وه چی داځل په نوی ډهلی کی دا خبری د دوارو هیوادو  د بهرنیو.چارو د وزارتونو د سکرټرانو په  سویه د فبروری په ۲۵ نټه پیل شوی

مخکی لدی ،د هند حکومت د ۲۰۰۸ کال د نوامبر دمیاشتی راهیسی له  هغه وخت چی د هند په ممبی کی پریوو هوټل تروریستی حمله تر سره شوه ا و په هغی کی یو زیا ت شمیر ملکی خلک زخمی ا و  ووژل شول، او نوی ډهلی پدی تروریستی حمله کی د« لشکر طیبه » د غرو په لاس لرلو سره چی مرکز یی په  پاکستان دی ا و د پاکستان  داستخبارتی کریو له مرستو څخه  خوندی دی، دپاکستان حکومت ګرم وبللو، د هغه هیواد سره یی خپلی ټولی خبری  ځنډولی وی، که څه هم پاکستان خپل هر ډول دخالت په دغه جنایت کی  رد کری وو

هند او پاکستان د۱۹۴۷ کال یا د دوارو هیوادو د بیلدو له نیټه څخه تر او سه پوری هیڅکله پخپلو منځو کی دښو ا ریکو خاوندان نه وو، ځکه چی ددوی په روابطو کی ډیر شمیر ستونزی موجودی دی، خو تر ټولو ستره ستونزه ددوی تر مینځه د کشمیر مساله ده

هند او پا کستان له هغی مخکی چی انګلیس دهند له نیمی وچی څخه ووځی دواره یوو هیواد وو،خو وروسته لدی چی په دوو مستقلو هیوادو سره وویشل شول، نو دیوو  ا و  بل پر ضدی یی سخت دریځونه غوره کرل،او د همدی ناوره دریځونو له امله وو چی تر او سه دری ځلی په خپلو منځو کی په جګرو اخته شوی دی

دا جګری، لومری ځل د۱۹۴۷کال داکتوبر په میاشت کی د«کشمیر » پر مسالی، اوبلځل د۱۹۶۵کال د سپتمبر په میاشت کی بیا هم د «کشمیر» پر مسالی او دریم وار د۱۹۷۱ کال په وروستیو  وختو کی د «بنګلدیش» پر سر  وی، دکشمیر ستونزه، هغه کشاله ده چی د نیمی پيری په تیریدو سره دواره هیوادونه د څوځو وارو خبرو او جرګوو په کولوسره سره بیا هم تر اوسه پدی ندی توانیدلی چی ورته کومه منطقی دحل لیاره پیداکری،داځکه چی دواره هیوادونه دکشمیردخاوری دمالکیت ادعاوی لری او هر  هیواد دخپلی ادعا دحقانیت ښودولو په دریځ کلک ولار دی، ددی ادعاو لنډیز دا دی

هغه وخت چی د هند نیمه وچه تقسیمیده ، د کشمیر ډیرکی شمیر اوسیدونکی مسلمانان وو خو د منطقی حاکم یوو هندو «مهاراجه»وو او په همدی وجه هندوستان ددی خاوری د مالکیت ادعا لری او وایی : « دهغه الحاقی سند پر اساس چی دکشمیر د وخت «مهاراجه» د هند له دولت سره د۱۹۴۷ کال داکتوبر په میاشت کی لاسلیک کری وو، هغه، ددی خاوری  دفاعی، مخابراتی او باندنیو چارو اختیار ډهلی ته سپارل وو،نوپدی وجه هندحق لری چی دا منطقه دخپلی خاوری جزْوګڼی.»دبلی خوا دهند حکومت وایی «چی د « سیملی» د معاهدی پر اساس چی په  ۱۹۷۲ کال کی د هند د لومرۍ وزیری « میرمن اندرا ګاندی» او د پاکستان د صدراعظم «ذوالفقار غلی بوتو» تر مینځ  لاس لیک شوه، فیصله وشوه چی دکشمیرد کشالی حل باید د دوو ارخیزو  خبرو له لیاری حل شی ، نه دنریوالوسازمانو په واسطه» لکه ملګری ملتونه او داسی نور

مګر د پا کستان مقامات بیا وایی :« څرنګه چی دکشمیر دمنطقی اکثریت اوسیدونکی مسلمانا ن دی نو باید دا خاوره  اصولآ دپاکستان د هیواد پوری اره ولری،ځکه چی پاکستا ن دهند د نیمی وچی د مسلمانانو میراث ورونکی هیواد دی.»، که څه هم ا وس د کشمیر د خاوری یوه  پر دریمه برخه د پاکستان ا و  پاتی برخه یی  د هند ترکنترول لاندی  ده،خو دغی پخوانی تاریخی لانجی د هند او پاکستان لپاره زیات  مشکلات خلق کری دی،حتی دواره  هیوادونه یی داتمی جګری دګواښونو په درشل کی درولی دی

نن  ورځ ددی هیوادو د خرابو  روابطو  داغیزو  تور سیوری نه یوازی ددی هیوادو د خلکو پرسر پروت دی ،بلکی سیمه او نری یی دناورو  عواقبو اندیښمن دی دا ځکه چی دا دواره  هیوادونه د اتمی وسلی لرونکی هیوادونه دی

هند او پاکستان په سیمه کی هغه هیوادونه دی چی د اټمی وسلو په سیالیو کی هر کال په میلونونو دالرمصرفوی،پداسی حال کی چی زیات شمیر خلک یی دفقر،بی کوری، ناروغی،بیسوادی او په لسهاوو نورو پروبلمونو سره لاس او ګریوان دی

هند د۱۹۶۰ کال څخه وروسته له هغی وخت چی «چین» خپله اټمی سلاح  وازمویله، داټمی وسلی دلاسته راورلو هڅی پیل کری او د۱۹۹۸کال د می د میاشت په ۱۱ نیټه یی اعلام وکر،چی دری هستوی ازمایښتونه یی تر سره کره، لدی نیټی څخه لا څو ورځی نه وی تیری شوی چی پاکستان دهمدی کال او میاشتی ( ۱۹۹۸ کال دمی دمیاشتی په ۲۸ نیټه) خبر ورکر،چی دی هیواد هم پنځه هستوی ازمایښتونه سر ته ورسول

ددغو دوو خبرونو ا وریدل، نری سخته اندیښمنه کره او دبیلابیلو هیوادو دمنفی عکس العملو نو سره مخامخ شوو، خو نریوال وروسته بیا هغه وخت زیات په تشویش کی شول او ټکان یی وخورو چی د نری د اټمی انرژی موسسی او د امریکا دجاسوسی  سازمان دا کشف کره چی د پاکستان د اټم پلار«خان عبدالقریرخان» ددی وژونکی وسلی دتکنالوژی اسرار په ایران، شمالی کوریا او په احتمالی توګه په سعودی عربستان پلورلی دی

  اوس پداسی حال کی چی دغه دواره اټمی  وسلی لرونکی هیوادونه دی  نتیجی ته رسیدلی  او پدی ښه پوهیږی چی دکشمیر بحران، نظامی حل نلری ،او ضروری ښکاری چی باید ورته سیاسی «حل » ولټول شی  مګر بیا هم هند او پاکستان دتیرو څه باندی ۶۰ کالو په موده کی  که څه هم په کراتو کراتو حتی د دوارو هیوادو د « سرا نو» په سویه پخپلو کی سره جرګه شوی دی، خو پدی کار بریالی شوی ندی، دبیلګی په توګه پدی هکله ددی څو مهمو ناستو یادونه  ضروری بولم: په ۱۹۶۶ کال کی دپاکستان جمهور ريس جنرال ایوب خان او دهند صدراعظم بهادرشاستری د«تاشکند»

په ښار کی سره جرګه شول، مګربیا هم د کشمیر دمسالی حل لاینحل پاتی شوو

په ۱۹۷۲ کال کی«میرمن اندرا ګاندی» او ذوالفقارعلی بوتوپه  سیمله کی سره وکتل،سره لدی چی پدی جرګه کی دسیملی معاهده امضاشوه،ولی دکشمیر ستونزه بیا هم ختمه نشوه

په ۱۹۹۹ کال په «لاهور» کی دهند د حکومت لومری وزیر « اتال بهاری و اجپای » او د پاکستان صدراعظم نواز شریف پخپلو منځو کی سره خبری وکری، خو کومه قطعی نتیجه لاس ته رانغله

د۲۰۰۱ کال د جولای په میاشت کی  جنرال پرویز مشرف یو دری  ورځنی جرګه د ښاغلو «نارایانان» دهند د جمهور ريس ا و د هند دلومری  وزیر «واجپایی» سره جوره کره، ولی بیا هم دغه لانجه پخپل ځای پاتی شوه او تر نن ورځی پوری یی دوام پیدا کر

اوس چی د امریکا دحکومت په برلپسی هڅو دا وروستی خبری په ډهلی کی پیل شوی، بیا هم دخبرو اجندا کی د« هندو» د سین  له اوبو څخه د غلطی استفادی او په سیمه کی د تروریستی  عملیاتو په هکله بحثونو ځای درلود مګر د(کشمیر لانجه)دزیات بحثونو ور ونګرځیده

د امریکا مقامات هڅی کوی چی بیا هم دغه دواره هیوادونه دی ته ارباسی چی خپلی اریکی سره عادی کری او دستونزو د حل لپاره  خبرو ته دوام   ورکری ، دا ځکه چی پاکستان په افغانستان کی دهند دمخ پرزیاتیدو نفوذ، چی دهغه هیواد له ګټو سره په ټکر کی دی اندیښمن کری او هند هم دپا کستان پر خلاف دافغانستان دبیاودانولو په چارو کی د خپلی زیاتی پانګی په اچولو سره ورځ په ورځ خپل نفوذ زیاتوی،او همدا د هند او پاکستان سیالی ده، چی د طالبانو پر ضد جګره په افغانستان کی ورځ په ورځ سختیږی او اوږده کیږی،ځکه پاکستان دڅو دلیلونو له مخی نه غواری د طالبانو پر ضد، دامریکا سره دافغانستان په جګره کی صادقانه مرسته وکری اوهغه دلایل دا دی

ـ دکشمیر مساله لاتر اوسه نده حل او پاکستان ارین دی چی خپل یو زیات شمیر عسکر دهند سره په ګډ ه پوله کی په دایمی توګه وساتی

ـ پا کستان غواری چی دافغانستان دجګری د اوږیدو په پلمه له امریکی څخه هرکال یوه زیاته ا ندازه پیسی او و سله تر لاسه کری

ـ باکستان غواری په افغانستان کی یوو داسی حکومت رامینځ ته شی چی په افغانستان کی دپاکستان د ګټو مدافع وی

ـ پاکستان غواری چی په افغانستان کی د هند د نفوذ  مخنوی  وکری تر څو  داسی نشی چی د افغانستان حکومت او هند، د پاکستان پرضد سره لاس یوو کری، له همدی کبله پاکستان ،دخپلو ا هدافو د تر سره کولو په خاطر دپخوانیو مجاهدینو او طالبانو دځینو ګروپونو ا و ځینو افرادو څخه چی دهغه هیواد داستخباراتو «آی اس آی»سره  نږدی او ټینګی اریکی لری کار اخلی

ـ د ډیورند دکرښی کشاله لا تراوسه دافغانستان سره حل شوی نده اوپدی هکله پاکستان دشرقی پاکستان(بنګله دیش) د تجربی په لرلو سره اندیښمند دی

ـ دپاکستان په دننه کی هیڅکله  ټینګ ثبات موجود نه وو او دپاکستان سیاسی او نظامی مقامات تل دا هڅه کری او کوی یی چی دپاکستان دخلکو پام د داخلی مسایلو څخه بهرنیو مو ضوعګانو ته واروی تر څو پدی توګه ددوی د بقا او دوام زمینه برابره وی

ـ پاکستان غواری چی د افغانستان په راتلونکی کی د نریوالو هر ډول فیصلی دپاکستان له لیاری تر سره شی او هغه هیواد ته دافغانستان  په راتلونکی کی محوری نخش ورکرل شی

او ځینی داسی نور دلایل

       ددی ټولو غوښتنو دحقانیت ثابتول اویا تر سره کول په اوسنی حالت کی دامریکی او هغو نریوالو قوتونو لپاره چی په افغانستان کی د طالبانو پر ضد په سخته جګره کی ښکیل دی ګرا ن کار دی، نوامریکا چی په سیمه کی دخپلو هدفونو دترسره کولو لیوا له ده، غواری چی دهند سره دپاکستان د اریکو په عادی کولو سره د پاکستان حکومت ته دا اطمینان ورکری،چی په اوسنی حالت کی دهند لخوا پاکستان ته کوم خطر متوجه ندی، نو هغه هیواد کولای شی چی د هند له پولی څخه د خپلو عسکرو په کمولو او په وزیرستان او هغو سرحدی سیموکی دهغو د ځای په ځای کولو سره،چی دطالبان ا و القایدی د اوسیدو ګمان کیږی ، هغه ګډه جبهه پیاوری کری چی په سیمه کی دامریکی په مشری دطالپانو او القایدی پر ضد له کابو نهه کالو راهیسی پرانستل شوی ده، همدا وجه ده چی د متحده ایالاتو حکومت په نظر کی لری چی په روان کا ل کی پاکستان ته ۱۸ «ایف ۱۶»ډوله جنګی الوتکی او ۱۰۰۰ هغه بمونه ورکری چی د لیزر په وسیله کنترولیږی، خو د هند حکومت پدی هکله خپله زیاته اندیښنه ښودله او ویلی دی چی تجربو ثابته کری چی  پاکستان ټل دا ډول وسلی دهند پر ضد په کارولی، نه د کوم بل هد ف لپاره

مګر افغانستان او پاکستان ته دامریګا دهیوادخاص استازی ریچارد هولبروک

د دوارو هیوادو څخه  په کلکه غوښتی چی د ستږنزو دحل په هکله پخپلو منځو  کی سره مرسته وکری

 

 

ختم ماینز- جرمنی

 

۲۰۱۰/۳/۷


March 8th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی